هلمند کې د مالټو نوي بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۷
په ننګرهار کې د خرما حاصلاتو کې پام وړ زیاتوالی راغلی! د وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي چې سږکال د خرما بڼ حاصلات نږدې ۲۳ ټنه اټکل شوي دي. د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د نوي بوټو کرل هغه لاملونه دي چې د خرما حاصلاتو ته وده ورکړې

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې د مالټو د ونو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي. 
د هلمند ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د مالټو بڼونو د پراختیا او ترویج په پار د یاد ولایت د والي په هلو ځلو دجلال اباد ولایت څخه ۲۱۰۰ اصله نیالګي راوړل شوي دي، چې دکرنې ریاست د څېړنیز فارم ترڅنګ به انارباغ ، د ولسوالیو قوریه جاتو او ګڼو بزګرانو ته د بڼونو جوړولو په موخه ورکړل شي.
دیادې پروسې د پیل پر مهال د هلمند د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د تخمونو تصدیق ورکولو آمر انجنیر امان الله تسکین، د څېړنیز فارم مدیر عبدالرحمن خاکسار او د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم تر څنګ نورو مامورینو هم حضور درلود.
د مالټو یاد نیالګي چې اصلاح شوي او د ٧٠٠٧ په نوم یادیږي ، هلمند کې به ورڅخه پیوند اخیستل کېږي او په نارنجو کې به لګول کېږي ترڅو دا ولایت د مالټو له بڼونو څخه برخمن شي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو د نوو ارزښت لرونکو نیالګیو کرنې، ترویج او تکثیر په برخه کې لا زیات کار وکړي.
هلمند د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی د کرنیزو چارو پوهان په دې باور دي چې دا ولایت د کرنې او بڼوالۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا لري او که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت