هلمند کې د مالدارۍ محصولاتو کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۴۵
هلمند کې د مالدارۍ محصولاتو کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي همکارۍ د مرګز لښکرګاه په شمول د ګرمسیر ، ناوې، باباجي، نادعلي او ګرشک ولسوالیو د مالدارۍ محصولاتو ٢٩ تنو کاروباریانو ته د کارونو غوړیدا او تجربو شریکولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د هلمند ولایت کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله هدایت او نورو مسولینو هم برخه لرله.
په یاد روزنیز سیمینار کې د مالدارانو د  وړیو او نورو فرعي محصولاتو پر ارزښت، کاروبار، او اړتیا تفصیلي خبرې وشوې.
په ورته وخت کې ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې یې د لا دوام غوښتنه وکړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت