هلمند کې د مالدارۍ سکټور معیاري کولو په پارهڅې؛ فارم لرونکو ته روزنیز پرورګارم دائر شو
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مالدارۍ سکټور معیاري کولو په موخه د هلو ځلو په دوام، د «د مالدارۍ ځنځیري ارزښت» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چرګانو اوغواګانو فارم لرونکو ته درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل کړی دی.
د هلمند دکرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره ددې پرورګام په ترڅ کې ددې ولایت د چرګانو او غواګانو ۱۰۰ فارم لرونکو ته د کمپوسټ جوړولو د لارو چارو ښودلو ترڅنګ پر دوی د کمپوسټ جوړولو اړین توکي او ترڅنګ یې سپینه سره هم وېشل کېږي.
ددې پروګرام موخه د فارم لرونکو د پوهې کچه لوړول او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.