هلمند کې د مالدارانو د مالونو د وړیو پېرلو مراکز جوړ او  په کارونو یې پیل کړي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۱:۲۶
هلمند کې د مالدارانو د مالونو د وړیو پېرلو مراکز جوړ او  په کارونو یې پیل کړي

۱۶ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د DCA مؤسسې په مالي همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارانو د مالونو وړیو د پېر مرکزونه جوړ او عملآ یې په کارونو پیل کړي دي. 
په همدې موخه ددې ادارې اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د ريګستان په سيمه کې ګڼو کوچي مالدارانو ته دوړيو راټولولو او له خپلو مالونو څخه دوړيو سکللو او همدارنګه دوړيو دسورت بندۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکول شوه.
د روزنې دا لړۍ به د مرکز لښکرګاه په ګډون ټولو کوچي مېشتو سیمو ته وغځول شي.  
له دې روزنیز پروګرام څخه وروسته به یاد مالداران د خپلو مالونو وړۍ په مسلکي ډول راټولوي او دوړيو راټولولو هغه مرکز ته به يې وروړي چې د DCA مؤسسې لخوا ورته جوړ شوی دی. 
یادې وړۍ به له ولسوالیو څخه په ترتيب سره د هلمند مرکز ته راټولېږي چې په دې سره به دمالدارانو او ازاد بازار ترمنځ اړیکې ټینګې او دوړيو اصلي بيې او اهميت به ورسره لوړ شي.
ددې برنامې له لارې به د هلمند ولایت په کچه مالداران په اقتصادي ډول تقويه او د مالدارۍ روزنې او پالنې په برخه کې به بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت