هلمند کې د غوښینو چرګانو د تولید په پار سلګونه زره هګۍ وارد شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۶
هلمند کې د غوښینو چرګانو د تولید په پار سلګونه زره هګۍ وارد شوې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنئ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت سره په همغږۍ، په هلمند ولایت کې د محمد هلمندوال شرکت له لوري د مالدارۍ د پرمختګ په موخه له ترکیې هېواد څخه ۳۰۰ زره د غوښینو چرګانو هګۍ واردې شوې. دغه هګۍ به د غوښینو چرګانو نسل د تولید لپاره وکارول شي.
محمد هلمندوال خپله هېچري (دچرګانو د چیچیانو ایستلو ماشین) بېرته فعاله کړی دی، چې له دې کار سره به د چرګانو د تولید کچه لوړه شي او د تولیدونکو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
یاد ګام د مالدارۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي او تمه ده، چې د هلمند په کچه د چرګانو د غوښو تولید لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت