هلمند کې د غنمو له کروندو څخه د څارنې ترڅنګ په مېله بازارونو کې کرنیز او د څارویو درمل پېر-پلور بند شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۰
هلمند کې د غنمو له کروندو څخه د څارنې ترڅنګ په مېله بازارونو کې کرنیز او د څارویو درمل پېر-پلور بند شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په لړ کې، ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍریاست لخوا د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو امریت د مسلکي مامورینو له لوري د اصلاح شویو تخمونو دولتي شرکت د غنمو له ٢٨٠ او د خپلواک اصلاح شویو تخمونو ١٢٠ جریبه کروندو څخه لیدنه وشوه.
یادو شرکتونو  ته سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکړل شوي دي، ترڅو هغه په خپلو ځمکو کې وکري او بیا یې د ځانګړو پړاوو نو تېرېدوڅخه وروسته ورڅخه زیات تخمونه ترلاسه کړي.
دهلمند ولایت کرنې ریاست مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
بلخوا د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا څه موده وړاندې هلمند کې په غیر فني او مسلکي ډول د حیواني او نباتي درملو د پېر او پلور مخنیوی کمپاین د ګډ کمېسیون لخوا پیل شوې وه، چې له مخې یې د سنګین ولسوالی په بېلابېلو مېله بازارارونو کې د یادو درملو ټولو هټۍ والو ته د مسؤلینو لخوا عامه پوهاوی ورکړل شوې وه.
د یادې پروسې په تعقیب د سنګین ولسوالی په مېله بازارونو کې د یادو درملو پلورنکو هټۍ وتړل شوې او عاملین یې عدلي او قضایي ادارو ته وپېژندل شول 
ددې پروسې موخه دادی ترڅو په بزګرو او مالدارو بې کیفیته، تر وخت تېر او بیله رسمي جواز لیک څخه حیواني او کرنیز درمل ونه پلورل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت