هلمند کې د عشر له مدرکه راټول شوي غنم د مزائېدې له لارې وپلورل شو 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۳۱
هلمند کې د عشر له مدرکه راټول شوي غنم د مزائېدې له لارې وپلورل شو 

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایتد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، په دې ولایت کې د عشر له لارې راټول شوي غنم د ګډ پلاوي په حضور کې د مزائیدې له لارې وپلورل شو.
دیادې پروسې پر مهال د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د کورني امنیت د کرنې برخې مسؤل مولوي شیرمحمد، د عشر او زکات دمحاسبې آمر مفتي محب الله احسان، د عشر آمر انجنیر امان الله تسکین، د زکات د اموالو د پلور مسؤل قاري محمدیونس جلال او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
دداوطلبۍ په دغه پروسه کې چې له وړاندې د ټولنیزو پاڼو له لارې ورته په رسمي توګه اعلانونه خپاره شوي ؤ د هلمند په شمول د څو ولایتونو نږدې ١٨ تنو ازادو تجارانو او د غنمو کاروباریانو برخه اخستې وه چې لومړی ورته ترتیب شوې شرطپاڼه ولوستل شوه وروسته راغلیو کسانو د مرکز لښکرګاه په ګډون د ولسوالیو غنمو لپاره د مزائېدې له لارې خپل قیمتونه وړاندې کړل.
په یاده ناسته کې هغه کسان چې قیمتونه یې لوړ او مناسب ؤ د ګډ پلاوي په حضور کې وړونکي وپېژندل شول ترڅو نوموړي غنم په اصولي ډول په ټاکلي وخت خپلو موقعیتونو ته انتقال کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت