هلمند کې د طبي بوټو د تشخیص،  تثبیت او سروې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۴
هلمند کې د طبي بوټو د تشخیص،  تثبیت او سروې چارې پیل شوې

۲۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او  مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو او د اړونده ولسوالیو د کرنې مسؤلینو په همکارۍ د ارزښت لرونکو طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوي دي. 
د یادې سروې چارې د هلمند ولایت په څلورو شمالي ولسوالیو لکه واشېر، نوزاد، بغني او باغران کې په لاره اچول شوي دي، چې په ترڅ کې به یې د ارزښت لرونکيو او طبي بوټو ځمکې او سیمې تر تشخیص او تثبیت وروسته په نښه کړل شي. 
د نوموړې سروې په لړ کې به د انجې، اورشي، استغ، شنو، او ترخو بادامو هغه کروندې چې په خپل سرې او طبیعي ډول په دښتې او غرنیو سیمو کې راشنه شوي دي د ښې ساتنې او پالنې په موخه د یادو ولسوالیو د کرنې مسؤلینو ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه طبي او ارزښت لرونکي بوټي به د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې په مسلکي ډول د تدارکاتي پروسې له لارې په قرارداد ورکول کېږي او په سیمه کې به هیچاته په خپل سرې توګه ورڅخه د ګټې اخستنې اجازه ورنکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت