هلمند کې د شېدو د پروسس فابریکه بیا فعالېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۰
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو په مرکز لښکرګاه کې د کرنې ریاست پر اړوند ملکیت د خصوصي سکټور له لوري د میلیونونه افغانیو په ارزښت د شېدو د پروسس یوه پخوانۍ فابریکه بیا فعالېږي.

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو په مرکز لښکرګاه کې د کرنې ریاست پر اړوند ملکیت د خصوصي سکټور له لوري د میلیونونه افغانیو په ارزښت د شېدو د پروسس یوه پخوانۍ فابریکه بیا فعالېږي.
د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج وویل دغه فابریکه، چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال یې فعالیت درلود، هره ورځ به په کې ٤٠ متریک ټنه شیدې پروسس کېږي او بیا به د لبني محصولاتو په توګه د هلمند په شمول ګڼو نورو ولایتونو ته د پلور لپاره لېږدول کېږي.
په همدې موخه د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج په ګډون د ولایت مقام، علماؤ شورا، استخباراتو، اقتصاد او چاپېریال ساتنې ریاستونو د استازو ترڅنګ د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر په شتون کې غونډه دائره شوه.
د مسوولینو په خبره د یاد ولایت د کرنې ریاست په دې هڅه کې دی چې په دغه ولایت کې بنسټیزې او اغېزمنې پروژې پلي کړي او په دې لړ کې یاد ریاست تر دې وړاندې هم عملي ګامونه پورته کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت