هلمند کې د رومیانو د اصلاح شویو تخمونو د پروسس لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۹:۱۱
هلمند کې د رومیانو د اصلاح شویو تخمونو د پروسس لړۍ پیل شو
 
۲ زمری ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر سبو او ترکاریو څېړنې روانې دي. ددې ریاست په خبره ددغو سبو له ډلې یو هم رومي بانجان دي، چې دمورني (breader Seed) تخم تولید او پروسس لړۍ یې پیل شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې دغه اصلاح شوي تخمونه تر پروسس او تولید وروسته د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ او د هغو شرکتونو په واک کې ورکول کیږي، چې د مورنې تخمونو د کرکیلې جواز ولري، ترڅو تکثیر او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
ښاغلی الکو وویل، چې د یادو تخمونو ورایټۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر درې کلونو څېړنو وروسته انتخاب شوي دي، چې د لوړ حاصل ترڅنګ ښه خوند او رنګ هم لري او د تجارت وړ دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د مالټو بڼونو پراختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا، د بڼوالۍ د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه په خپلو څلورګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

بازگشت