هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار لس ننداریز بڼونه جوړ شوي دي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۳:۱۲
هلمند کې د خرما بڼونو دودولو په پار لس ننداریز بڼونه جوړ شوي دي 

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو د ملاتړ او د ډول ډول مېوو بڼونو دودول په موخه پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو د لوړ ارزښت لرونکو مېوو نیالګي وېشل شوي او ترڅنګ یې ننداریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
په همدې موخه سږکال دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون د ناوې، نوزاد، موسی کلا او ګرمسېر ولسوالیو کې د خُرماوو لس ننداریز بڼونه جوړ شوي دي، ترڅو بزګران وهڅېږي، چې په خپلو ځمکو کې د خُرماوو بڼونه ورغوي.
ددې ترڅنګ هغو بڼوالو ته چې د خُرماوو بڼونه ورته جوړ شوي دي د یادو بڼونو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ورته د مسلکي کارکؤنکو لخوا زده کړې او یو شمېر کرنیز توکي هم ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، دامهال عامو بزګرانو پخپلو ځمکو کې د خُرماوو بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده چې ورسره یوشمېر بزګرانو په خپلو ځمکو کې د خُرماوو بڼونه جوړې کړي دي.
د هلمند ولایت د کرنې اداره په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوی وهڅیږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت