هلمند کې د خرماوو بڼونه او شنې خونې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۰:۵
هلمند کې د خرماوو بڼونه او شنې خونې جوړېږي

٢۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د خرماوو د حاصلاتو زیاتوالي په پار د هلمند ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د کرنې وزارت د پراختیا یي بودیجې له لارې د خرماوو د لس جریبه نوې بڼونه جوړولو چارې بشپړ او د شپږو شنوخونو رغنیزې چارې روانې دي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته لس جریبه نور بڼونه هم جوړشول، چې څو ډوله خرما په کې شتون لري.
د هلمند دکرنې ریاست مسوولینو دغو بڼونو څخه د لیدنې په ترڅ کې اړونده بزګرو ته د خرماوو د بڼونو ښې روزنې او پالنې سپارښتنې وکړې او ترڅنګ یې بڼوالو ته لازمې مشورې هم ورکړل شوي دي.
دغه راز دکرنې ریاست پلاوي ددې ولایت له جوړېدونکو شنوخونو څخه د څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت