هلمند کې د حیواني محصولاتو پیاوړتیا په موخه دچرګانو له فارمونو او وړیو کاروباریانو سره لیدنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
هلمند کې د حیواني محصولاتو پیاوړتیا په موخه دچرګانو له فارمونو او وړیو کاروباریانو سره لیدنه وشوه

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نوزاد ولسوالی کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو له خوا د چرګانو روزلو فارمونو او د څارویو د وړیو کاروباریانو له مراکزو او هټیو څخه لیدنه او ارزونه وشوه. 
 ددې لیدنې په ترڅ کې په ترڅ کې د چرګانو فارم لرونکو ته د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی او همدارنګه لسګونو کسانو ته د څارویو د وړيو راټولولو او ډلبندۍ  په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په ورته مهال دچرګانو روزونکو او د څارویو د وړیو کاروباریانو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت