هلمند کې د بولان طبیعي ځنګل د رغولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۸
هلمند کې د بولان طبیعي ځنګل د رغولو چارې پیل شوې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د بولان طبیعي ځنګل کې د نوو نیالګیو اېښودلو او رغولو چارې پیل شوې .
ددې پروسې له لارې دامهال په لسګونه جریبه ځمکه کې د زینتي نیالګیو لپاره د غوچو وهلو چارې پیل شوي دي چې په تعقیب به یې د نیالګیو اېښودلو پروسه هم پکې عملي کېږي.
ددې ترڅنګ به د ځنګل د اوبو لښتیو پاک کاري او هغه سیمې چې د اورلګیدنو او بېلابېلو عواملو له امله یې نیالګي او ونې له منځه تللې وې بیارغول کېږي.
دیادولو وړ ده، چې د بولان طبیعي ځنګل په شاخوا ٧٠٠ جریبه ځمکه کې جوړ دی، چې د هلمند ولایت په کچه یو له مهمو ځنګلونو څخه دی، په همدې موخه یې د رغونې، حفظ او مراقبت په برخه کې نورې پراختیایي چارې هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت