هلمند کې د اوبو پر درېیو نویو رغول شویو بندونو زرګونه زینتي او مېوه لرونکي نیالګي کېنول شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۰
هلمند کې د اوبو پر درېیو نویو رغول شویو بندونو زرګونه زینتي او مېوه لرونکي نیالګي کېنول شوې

۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس هلمند کې د اوبو ٣ ستر بندونه رغول شوي دي، چې په دغو بندونو کې د موسی کلا ولسوالی کې د لنډي ناوې، سلطان عزیز خان او په نوزاد ولسوالی کې د ارموز بندونه شامل دي.
د یادو بندونو دزرغونتیا او ښکلا په موخه د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا نږدې ٣٠٠٠ مېوه لرونکي او زینتي نیالګي انتقال او په سیمه کې د دې ادارې کارکوونکو او اړوندو چارواکو په همکارۍ په مشخصو ځایونو کې کښېنول شوې.
په دغو اېښودل شویو نیالګیو کې ٢٥٥٠ اصله شنګ، ٢٠٠ اصله ګل بید، ٢٠٠ اصله مېوه لرونکي نیالګي او ٢٠٠ اصله زینتي ګل ګلاب شامل دي، چې د هلمند دکرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل شوي دي، چې راتلونکي کې به د یادو بندونو په سمسورتیا او ښکلا کې د پام وړ نوښت رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت