هلمند کې د اوبو مهارولو په پار د یو شمېر بندونو سروې ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۱۳
هلمند کې د اوبو مهارولو په پار د یو شمېر بندونو سروې ترسره شوه

د هلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت او مهارولو په موخه په کجکي، سنګین او زمینداور کې د عمومي او فرعي سربندونو د رغولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره شوه. 
د یادو بندونو د سروې چارې د ولایت مقام، علماؤ مشورتي شورا، کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست، د کرنې ریاست او لښکرګاه ښاروالۍ د مسلکي انجنیرانو له لوري ترسره شوه، چې نوملړ او جزئیات به یې د وروستیو کړنو په موخه عالي مقاماتو ته وسپارل شي.
ددې سروې په ترڅ کې د سنګین ولسوالی د میانکو مانده، دکجکي ولسوالی د کنګیانو مانده او د زمینداور د شیرې مانده څخه له نږدې لیدنې وشوې او له سیمې څخه د بندونو جوړولو په پار اړین معلوماتونه راټول شول. 
د یادو بندونو په رغولو سره به د باراني او سیلابي اوبو د مهارولو او په راتلونکي کې د هلمند ولایت د شمالي ولسوالیو د وچکالی په کمولو کې د پام وړ نوښت او بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت