هلمند کې د انګورو عصري بڼوالۍ دودولو په پار هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۱۸
دهلمند ولایت کې دعصري بڼوالۍ د پراختیا په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست د هلوځلو په دوام، ددې د مرکز لښکرګاه او نهرسراج په ولسوالی کې لس بابه بڼونو ته  د «ټي ټریلس» په سیسټم د انګوري بڼونو پایې نصب شوي دي

دهلمند ولایت کې دعصري بڼوالۍ د پراختیا په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست د هلوځلو په دوام، ددې د مرکز لښکرګاه او نهرسراج په ولسوالی کې لس بابه بڼونو ته  د «ټي ټریلس» په سیسټم د انګوري بڼونو پایې نصب شوي دي.
دغه پروسه د یادو ولسوالیو د کرنیزو چوپړونو مدیریت له لوري د افغان کډوالو سره د ډنمارک کمیټې په مالي مرسته ترسره شوې ده، چې د انګورو په حاصلاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالی راشي.
په دې برنامه کې د کرنې ریاست له خوا د سیمې  بڼوالو ته د نویو جوړیدونکو بڼو لپاره د  نقشې، ډیزاین او همدا رنګه د (ټي ټریلس) په سیستم د انګوري بڼونو جوړولو لارې چارې په عملي بڼه ښودل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د محصولاتو د اصلاح او ځواکمنتیا په پار بڼوالو او بزګرانو لپاره بېلابېلې برنامې په پام کې نیولي دي تر څو د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت