هلمند کې د انجې ترویج په پار هڅې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۷
هلمند کې د انجې ترویج په پار هڅې 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست لخوا، د طبيعي سرچينو امریت اړوند په بولان مرکزي قوريه کې د طبي بوټي هنګ (انجې) کرلو چارې پیل شوي دي.
د یادې پروسې په لړکې به په شاخوا  یو جریب ځمکه کې د انجې ١٢٦٠٠٠ اصله بوټي په مسلکي ډول وروزل شي، چې راروان ١٤٠٤ کال ته به د ځانګړې کړنلارې له مخې پر بزګرو ووېشل شي.
د انجې بوټي چې ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي، د کورني بازار تر څنګ نړۍوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي تر څو بزګرو ته نوي ارزوښت لرونکي نباتات ترویج او تکثیر کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳
Background image

د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې دولت شاه ولسوالی ته سفر وکړ

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې مسؤلینو دولت شاه ولسوالی ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

هلمند کې د انجې ترویج په پار هڅې 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست لخوا، د طبيعي سرچينو امریت اړوند په بولان مرکزي قوريه کې د طبي بوټي هنګ (انجې) کرلو چارې پیل شوي دي.
د یادې پروسې په لړکې به په شاخوا  یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۳۷
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د سلاکار حنیف الله احسان په مشرۍ پلاوی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په. . .

بازگشت