هلمند کې د اصلاح شویو نیالګیو له روزونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۳۰
هلمند کې د اصلاح شویو نیالګیو له روزونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لودیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمر انجنیر امان الله تسکین  په دې ولایت کې د اصلاح شویو نیالګیو له روزونکو سره د همغږۍ ګډه ناسته ترسره کړه.
ددغې ناستې پر مهال د تخمونو تصدیق ورکولو آمر لخوا ګډونوالو ته د ښو او سالمو نیالیګو د روزلو په برخه کې لازم او اړین شرایط تشریح شو.
همدارنګه په دې غونډه کې د نیالګیو روزنکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شول او دوی ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت