هلمند کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې فعالیتونه څخه څارنه وشوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۱:۱۰
هلمند کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې فعالیتونه څخه څارنه وشوه 

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا چې په ترکیب کې یې تخنیکي او مسلکي متخصص ماستر جان آقا بشیري، دبوټیو ساتنې عمومي مدیر ماستر نجیب الله حکیمي  او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکی ډاکتر ولي محمد  شامل دي،  ددې ولایت په ناوې، نادعلي، سنګین او کجکي ولسوالیو کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټې چارې وارزولې.
یاده کمېټه په دې ولایت کې د مالدارانو د تقوې او بهبود په موخه د څارویو  دوړیو سوداګرۍ، د مالدارانو پوهاوی، دحیواني کلینکونو او حیواني روغتیاپالانو د ملاتړ په برخه کې چارې سرته رسوي.
ټاکل شوي پلاوي د چارو د ارزونې پر مهال اړونده مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت