هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۵۴
هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولایت د باباجي، مارجې، لوی مانده او بشران په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د ترویج مدیریت ګډ پلاوي په یادو سمیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت