هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۴۷
هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

٤ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٢جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي سره وکتل.
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې  وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیت څخه د کرنیزو ځمکو د اصلاح رییس مولوي شیرمحمد حاتمي په مشرۍ، انجنیر برکت الله رسولي، انجنیر سیدایوب محبوبي، عبیدالله دانش عزیزي او سمیع الله امیري شامل دې هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه کرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
نوموړي پلاوي وویل: "هلمند ته یې د سفر موخه په دې ولایت کې دکرنیزو ځمکو د اصلاح او په دې برخه کې د ستونزو اړتیاو او وړاندیزونو راټولول او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته راپور وړاندې کول دي."
د هلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي وویل،چې د هلمند د کرنې ریاست مقام او اړوند کارکوونکو به د راغلي پلاوي سره هر اړخیزه همکاري کوي، په دې برخه کې به ستونزې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي تر څو د کرنیزو ځمکو د اصلاح په برخه کې بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت