هلمند ته دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د لوی رییس سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۳۱
هلمند ته دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو د لوی رییس سفر

۲۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس الحاج مولوي نصرت الله طلحه هلمند ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د څېړنیزو فارمونو آمر ملا محمد یعقوب او د صنعتي بناتاتو امر روح الله روان یې ملتیا کوله د هلمند دکرنې رییس مولوی نیاز محمد وهاج سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې دهلمند دکرنې رییس مولوی نیاز محمد وهاج له راغلي پلاوي سره په هلمند ولایت کې د کرنیزو څېړنو د لاسته راوړنو او نوښتونو په اړه مفصل معلوماتونه شریک کړل، ښاغلی وهاج د وزارت مقام له وروستیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د لا نورو او دوامداره  همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته یاد پلاوی بولان څېړنیز فارم ته ولاړ او هلته یې د فارم مسؤلینو، د فارم په بېلابېلو برخو کې له کرنیزو تجاربو او څېړنیزو قطعاتو څخه لیدنې او ارزونې وکړې، دوی د یاد فارم چارې ښې وارزولې او د کرنې وزارت په استازیتوب یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د کرنیزو څېړنو لوی رییس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" او ورسره مل پلاوی  په داسې حال کې چې د هلمند د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج یې هم ملتیا کوله، د هلمند پوهنتون له رییس شیخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسیم حقاني، رهبرۍ او استادانو  سره د کرنې سکتور د ودې او پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي  طلحه په هلمند کې د کروندګرو د پرمختګ لپاره د مختلفو څېړنیزو پروګرامونو د پیلولو خبر ورکړ.  
هغه وویل، چي دکرنې او مالدارۍ په برخه کي د علمي څېړنو او تګلارو پلي کول ډېر اړین دي، چې دا چاره  به ددې سیمې او هېواد اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.
دغه راز نوموړي وویل:«هلمند په حقیقت کي د افغانستان د کرنې یوه مهمه سیمه ده او د دې ولایت د خلکو حق دی، چې د عصري ټکنالوژیو او نوي کرنیزو تګلارو په مرسته خپلې ځمکې آبادې کړي».
په دغه ناسته کې د دواړو لورو تر منځ د سرچینو شریکولو او د ګډو پروژو پر پلي کولو هم خبرې وشوې.
په پای کي د هلمند پوهنتون د استادانو له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کي یو شمېر وړاندیزونه د راغلي پلاوي سره شریک شول، چې د  کرنیزو  څېړنو لوی ریس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" هلمند پوهنتون مسؤلینو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ  ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت