هلمند ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۶:۷
هلمند ته دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي سفر

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ ګډ پلاوی، چې په ترکیب کې یې، د یاد وزارت سلاکار عزیزالرحمان رحماني، د خصوصي سکتور د پراختیا آمر، د پانګونې د پراختیا آمر او د اجارو د قراردادونو د تنفیذ مدیر شامل دي هلمند ولایت ته سفر کړی دی.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوی فضل الباري فضلي هلمند ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی نظر محمد صدیقي او ددې ولایت دکرنې یوشمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واوردېدل.
د دې کتنې پر مهال د هلمند ولایت مقام، هلمند مستوفیت، کور او ښارجوړولو ریاست، اقتصاد ریاست، اطلاعات او کلتور ریاست او  لښکرګاه ښاروالۍ استازو هم حضور درلود.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې وویل: «هلمند چې د اشغال په شل کلنه دوره کې یې نهایت زیاتې قربانۍ ورکړي دي او تقریبآ ډېر زیان یې لیدلی دی، اوس چې الحمدلله یو مستقل او مستحکم شرعي نظام راغلی دی، موږ باید هڅه وکړو ترڅو ددې ولایت لپاره اقتصادي طرحې ترتیب او پلي کړو ترڅو له مخې یې د یاد ولایت په کرنیز اقتصاد کې د پام وړ نوښت رامنځته شي.»
ښاغلی فضلي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د هلمند رود له پله څخه بیا د بولان تر تپې پورې د عمومي سړک پر دواړو طرفونو د کرنې ریاست پر اړوندو ملکیتونو باندې غواړو یوه اقتصادي طرحه د ولایت مقام او اړونده ادارو سره په تفاهم جوړه کړو چې له یوې خوا به د اسلامي امارت لپاره د عوایدو منبع وګرځي او له بلې خوا به د یاد ځمکو د غصب مخنیوی وشي. هغه همدارنګه یادونه وکړه، چې د ولایت مقام په حکم دې یو ګډ تخنیکي پلاوی وټاکل شي، ترڅو د موضوع په اړه هر اړخیز معلوماتونه راټول او د وروستیو کړنو لپاره مقاماتو ته وړاندې شي.
مولوی فضل الباري فضلي همدارنګه وویل، چې د اجارو، عشر و زکات  او دهلمند کرنې ریاست له مربوطه جایدادونو څخه د ښې او موثرې ګټې اخستنې له لارې باید د نظام د عوایدو لوړولو برخه کې خاصه پاملرنه وشي، چې په دې برخې کې ګڼ پلانونه تر لاس لاندې دي.
ورپسې د هلمند ولایت دکرنې رییس مولوي نظرمحمد صدیقي راغلي پلاوي ته تر هرکلی ویلو وروسته په خپلو خبرو کې د کرنې وزارت او ولایت مقام له همکاریو څخه مننه وکړه، چې د کرنې د ودې او بهبود په برخه کې یې ددې ریاست ملاتړ کړی دی. د هلمند  د کرنې رییس همدارنګه وویل: «داچې د هلمند ولایت د هېواد د اشغال د خاتمې په برخه کې پوره قربانۍ ورکړي دي نو اوس باید د اقتصاد له پلوه هم د هېواد په کچه دې ولایت ته ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو د عامو ولسونو لپاره د کاري سهولت ترڅنګ د عوایدو په زیاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.»
دغه راز په دې کتنه کې تخنیکي انجنیرانو او د ادارو استازو د هلمند په ولایت کې د کرنیزو چارو د ودې او بهبود په پار د نوې اقتصادي طرحې د جوړولو برخه کې خپلې مشورې او معلوماتونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د زرغونتیا د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۱۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې د چاپېریال د ښکلا، ښایست او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د نیالګیو د وېش پراخه لړۍ پلې شوې، چې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

دکابل موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت موسهي ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې ۶۸۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو. . .

بازگشت