هلمند او کندهار ولایتو کې د غنمو ٦٨٠ جریبه اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه
۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په لړ کې، دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍریاست لخوا، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو امریت د مسلکي مامورینو له لوري د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د هلمند مثمر د اصلاح شویو تخمونو شرکت د غنمو له ٢٦٠ او د کندهار اصلاح شویو تخمونو ٤٢٠ جریبه کروندو څخه لیدنه وشوه.
یادو شرکتونو ته سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکول شوي دي، ترڅو هغه په خپلو ځمکو کې وکري او بیا یې د ځانګړو پړاونو له بشپړېدو وروسته ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.