هرات کې د کروندې ورځې په نمانځغونډه کې د کرنې وزارت د مرستیالانو ګډون

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۵۲
هرات کې د کروندې ورځې په نمانځغونډه کې د کرنې وزارت د مرستیالانو ګډون

دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په هرات ولایت کې دکروندې ورځې په نمانځغونډه کې، چې د هرات ولایت د کرنې ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
د دغه پروګرام په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني روان کال لپاره د کرنې وزارت پروګرامونه بیان او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په ساتلو یې ټینګار وکړ:« ډېر د خوښۍ ځای دی چې د کروندې ورځې د نمانځلو په مناسبت د خپل هېواد له کروندګرو سره یو، ددې لپاره چې د افغانستان ۸۰ سلنه وکړي په کرنه بوخت دي، نو موږ هم هڅه کوو دوی ته ډېرې چوپړتیاوې وړاندې کړو، چې په دې برخه کې به موږ د خصوصي سکتور او مرستندویو موسسو په همکارۍ سږ کال د هېواد بزګرانو ته ۶۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه ووېشو او د دې تر څنګ هڅه کوو، چې د اصلاح شویو تخمونو کیفیت هم کنټرول کړو ځکه موږ ته معیاري تخم یو اساسي شرط دی.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال دغه راز د هرات ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې کورنیو ا وبهرنیو بازارونو ته د هېواد د لوېدیځو ولایتونو د طبیعي پستې د وړاندې کولو په موخه هلې ځلې وکړي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د امنیت او د کرنې په برخه کې د کاري فرصتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د ژوندکولو لپاره امنیت اړین دی، چې اوس تامین شوی دی او ددې لپاره چې دکرنې په سکټور کې دکار کولو فرصتونه شتون لري، موږ هم د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره ځانګړي پلانونه لرو، چې انشاالله موږ به یې پلي کړو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیالان په داسې حال کې هرات ولایت ته سفر کوي، چې د هرات زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی او د دغه سفر په ترڅ کې به د زعفرانو کروندګرو هڅې وستایل شي.

اشتراک معینان وزارت زراعت در برنامه تجلیل از روز مزرعه در هرات
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در برنامه تجلیل از روز مزرعه در ولایت هرات که از سوی ریاست زراعت ولایت هرات به همکاری سازمان خوراک و زاعت ملل متحد برگزار شده بود اشترک کردند.
در جریان این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری برنامه‌های وزارت زراعت را برای سال جاری بیان و تاکید بر حفظ کیفیت محصولات زراعتی کرد" جای بسیار خوشحالی است که در برنامه تجلیل از روز مزرعه در کنار دهقانان کشور خود هستیم، چون ۸۰ درصد مردم افغانستان مصروف زراعت است از این رو ما هم تلاش می‌نماییم تا خدمات بیشتری را برای شان فراهم نماییم که در این راستا در سال جاری به همکاری سکتور خصوصی و سازمان‌های مدت رسان به مقدار ۶۰ هزار متریک تن تخم اصلاح شده بذری را برای دهاقین کشور توزیع خواهیم کرد و در کنار آن تلاش می‌نماییم کیفیت تخم‌های اصلاح شده را کنترول نماییم و معیاری بودن تخم‌های اصلاح شده  شرط اساسی ما است".
معین زراعت و مالداری همچنان به مسوولان ریاست زراعت ولایت هرات هدایت داد که در رساندن پسته طبیعی ولایت‌های زون غرب کشور به بازارهای داخلی و خارجی تلاش جدی نمایند.
در همین حال مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت پیرامون امنیت و فرصت‌های کار موجود در بخش زراعت سخن زده علاوه کرد" برای زنده گی کردن امنیت مهم است که در حال حاضر فراهم شده است و چون فرصت‌های لازم برای کار در سکتور زراعت فراهم است ما هم برنامه‌های مشخصی را جهت رشد زراعت و مالداری داریم که انشا الله انجام می‌دهیم".
معینان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در حالی به ولایت هرات سفر می‌نمایند که زعفران هرات جایگاه نخست برای نهمین بار در سطح جهان از  آن خود ساخته است و قرار است در جریان این سفر از زحمات زعفران کاران کشور قدردانی صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې د عملیاتي پلان جوړولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې د عملیاتي پلان د ارزونې او تنظیم په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د دې وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د. . .

بازگشت