هرات کې د ډنمارک کمېټې د کرنې او مالدارۍ د مسؤلینو او کرنې ریاست ترمنځ تعارفي غونډه وشوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۰

په هرات ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر په مشرۍ د ډنمارک کمېټې (ډي آر سي) د لویدیځ زون د کرنې او مالدارۍ برخې مسؤلینو سره تعارفي غونډه وشوه.
په پیل کې، د هرات د کرنې رییس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. له هغه وروسته د ډنمارک کمېټې مسؤلینو د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. یاد فعالیتونه د هرات په څلورو ولسوالیو؛ ګذرې، انجیل، پشتون زرغون او زنده جان کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې یې   دګذرې په ولسوالی کې د یوه لوی چکډیم جوړونې چارې چې د ۱۵۰۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، بزګرانو ته د ۴۰۰ مرستندویه کڅوړو وېش چې پکې د غنمو تخم او کیمیاوي سره شامل دي، د ۹۰ کاریزونو پاکول، د غالۍ اوبدلو او زعفرانو د وچولو ماشینونو وېش، د«کار په بدل کې د پیسو» پروژې پلي کول او نورې لویې او وړې پروژې شاملې دي.  
په پای کې د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر ټینګار وکړ، چې د هېواد ځان‌بسیاینې لپاره د کرنې او مالدارۍ پراختیا غوره لار ده. هغه زیاته کړه: «موږ او تاسې مسوول یو، چې یو ځای کار وکړو او د کرنې په برخه کې پرمختګ ته لاسرسی پیدا کړو. د هرات د کرنې ریاست تل ستاسو په خدمت کې دی او هیله لرم چې ټول فعالیتونه د کرنې ریاست سره په همغږۍ ترسره کړئ.»

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځاځي میدان ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴
Background image

د میدان وردګو چک ولسوالی کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار ددې ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۸
Background image

د خوست په موسا‌خېلو ولسوالی کې ۵۰ بزګرانو ته د املوکو بڼونو د جوړولو لپاره نیالګي او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست په چوکاټ کې د موسا‌خېلو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت. . .

بازگشت