هرات ولایت ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۷
هرات ولایت ته د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د زعفران کارانو د هڅو ستاینې، د کروندې د ورځې د نمانځلو او په هرات ولایت کې د معیاري مسلخ د پرانیستې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
ټاکل شوې، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د زعفران کارانو او د افغانستان د زعفرانو ټولنې له مسوولینو سره د پرله پسې نهو کالو لپاره د نړۍ د غوره زعفرانو د مجسمې د ترلاسه کولو په خاطر د دوی د هڅو د ستاینې په پار وګوري او د زعفرانو د ودې او پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت ملاتړیز پروګرامونه دوی ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې په پام کې ده، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت د کروندګرو او د کرنې ریاست د مسوولینو په حضور کې د کرنې ورځ په هرات ولایت کې ولمانځي.
دغه راز یاد سفر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم د انصار شرکت د معیاري مسلخ د پرانستلو په موخه ترسره کیږي، چې له کلونو راهیسې فعالیت نه درلود. ټاکل شوې، چې دغه مسلخ د هرات ولایت اوسېدونکو ته د صحي او باکیفیته غوښې د رسولو په موخه فعالیت وکړي.
ددې سفر په ترڅ کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، مولوی صدیق الله رحماني، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین او د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمد ولي وزیري دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ د مرستیال ملتیا کوي.

سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ولایت هرات 
۱۶ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور قدردانی از زحمات زعفران کاران، تجلیل از روز مزرعه و افتتاح بهره برداری از یک باب مسلخ معیاری در ولایت هرات به آن ولایت سفر کرد.
قرار است معین زراعت و مالداری در جریان این سفر به منظور قدردانی از زحمات زعفران کاران ولایت هرات و مسوولان اتحادیه زعفران افغانستان بابت دریافت تندیس بهترین زعفران جهان برای نه سال پیاپی  با آنها  دیدار کرده و برنامه‌های حمایوی وزارت زراعت در بخش رشد و انکشاف دهی زعفران در کشور  را برایشان بیان نماید.
در همین حال در نظر است که معین زراعت و مالداری با حضور داشت دهاقین و مسوولان زراعت ولایت هرات از روز مزرعه  در ولایت هرات تجلیل به عمل آورد.
این سفر همچنان مطابق به هدایت عالیقدر امیرالمومین حفظه الله به هدف افتتاح مسلخ معیاری شرکت انصار که از سال‌ها به این سو از فعالیت بازمانده بود انجام می‌شود که قرار است این مسلخ به منظور عرضه گوشت صحی و با کیفیت برای باشنده گان ولایت هرات فعالیت نماید.
در جریان این سفر معین زراعت و مالداری وزارت زراعت را مفتی ذاکر الله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی صدیق الله رحمانی، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه  و محمد ولی وزیری مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همراهی می کنند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت