هرات او نورستان ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۹:۳۸
هرات او نورستان ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه هرات او نورستان ولايتونو کې هم د ځمکو تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا په لاره اچول شوی په داسې حال کې چې د اراضۍ ادارې او د دغه ولايتونو د مختلفو  ریاستونو چارواکو شتون درلود د يادو ځمکو د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه په يادو ولايتونو کې لاسلیک شول چې دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د دواړو ولايتونو مسؤلينو په جلا جلا توګه د خپلو ولايتونو ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د تطبيق او همدارنګه د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت