نیمروز کې په لس زره بزګرو د غنمو وېش پیل شو
۱۶مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د جمهوري ریاست د حکم پراساس، د نیمزو په ولایت کې په هغو لس زره بزګرانو چې د سېلابونو، وچکالیو او نباتي افتونو له وجې زیان من شوي ول د هندوستان د مرسته شویو غنمو له ډلې د زر مټریک ټنه غنمو د وېش لړۍ پیل کړی دئ.
د ۱۳۹۹یم کال په لومړیو کې، چې د نیمروز په ولایت کې سېلابونه وتلي و، ددې ولایت پراخو کروندو ته یې زیانونه واړول. دغه راز د غنمو د افتونو شیوع هم ددې ولایت د غنمو څخه باندې ۷۰ سلنه کروندې زیامن کړې وه.
ددغو مرستو د وېش لړۍ د زیانمنو کورنیو تر سروې وروسته پیل شوې ده او هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه غنم ورکول کیږي.