نیمروز کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او درملو مرسته وشوه
۲۵ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د نیمروز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د دلارام ولسوالی پر ۲۴۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او درمل وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته د څارویو د درملو ترڅنګ ۱۰۰ کیلوګرامه دڅارویو خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.