نورستان کې ۴۵ شنې خونې جوړې شوې
۵ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دنورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون، وایګل، کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې د ښځینه بزګرانو د ملاتړ په پار ۴۵ شنې خونې جوړې کړي دي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې یاد بزګرې ښځې په شنوخونو کې دکرکیلي او حاصل ټولو په پار روزل شوي دي او ترڅنګ یې پر دوی کیمیاوي سرې، د سبوتخمونه او په شنوخونو کې کارېدونکي توکي هم وېشل شوي دي.
ددغو شنوخونو جوړول د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په ټولو موسمونو کې تازه سابه ته د خلکو لاس رسۍ او د خوړو خوندیتوب دی.