نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۹:۲۱
نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول 

 ۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د مرکز پارون په سیمه کې یوشمېر بڼوال او د امارتي ادارو کارکوونکي د مېوه لرونکو ونو د ښاخ برۍ په برخه کې وروزل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د مېوه لرونکو ونو د سمې ښاخ برۍ لارې چارې عملي او نظري ډول وښودل شوې او همدارنګه د ښاخ برۍ د ګټو په اړه اړین معلومات وړاندې شول، څو بڼوال وکولای شي خپل بڼونه په سمه او معیاري توګه مدیریت کړي. 
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د بڼونو د اصلاح، د حاصلاتو د زیاتوالي او د معیاري بڼوالۍ د پراختیا په موخه بزګرانو او بڼوالو ته دوامداره روزنیز پروګرامونه برابر کړي، ترڅو په دې ولایت کې د عصري او معیاري بڼوالۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.


آموزش شماری از باغداران در نورستان
۲۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس هدایت ویژه مولوی محمدولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، شماری از باغداران و کارمندان ادارات امارتی در بخش شاخه‌بری درختان میوه در منطقه پارون، مرکز این ولایت، توسط کارمندان مسلکی این ریاست آموزش داده شدند.
در این برنامه آموزشی، روش‌های درست شاخه‌بری درختان میوه به‌گونه عملی و نظری برای اشتراک‌کنندگان تشریح گردید و همچنان معلومات لازم در مورد فواید شاخه‌بری در اختیار آنان قرار داده شد، تا باغداران بتوانند باغ‌های خود را به شکل درست و معیاری مدیریت نمایند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان تلاش دارد تا به‌منظور اصلاح باغ‌ها، افزایش حاصلات و توسعه باغداری معیاری، برنامه‌های آموزشی دوامدار را برای دهقانان و باغداران فراهم سازد، تا زمینه برای گسترش باغداری عصری و معیاری در این ولایت مهیا گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت