نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوافپي» په مالي ملاتړ، د«انسياراو»مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ جوړ شوی، بشپړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد کانال د پرانیستې په مراسمو کې د نورستان والي قاري زینالعابدین عابد، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن، د پوهنې او اقتصاد ریاستونو رییسانو، د پلي کوونکې مؤسسې استازو، سیمهییزو مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
دغه کانال، چې د پرونز له کلي څخه پیلېږي او د ډیوي تر کلي پورې غځېدلی، ۷۷۰۰ متره اوږدوالی او شاوخوا ۱٫۲۰ متره پلنوالی لري. د یادې پروژې چارې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې پیل شوې وې، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پلي کوونکې مؤسسې د تخنیکي انجنیرانو د معلوماتو له مخې، د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۳۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه د اوبولګولو تر پوښښ لاندې راشي، چې د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د بڼونو په پراختیا، د اوبو په اغېزمن مدیریت او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.
همدارنګه، د یادې پروژې د پلي کېدو پر مهال سلګونو سیمهییزو اوسېدونکو او بزګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې له دې لارې یې د سیمې د خلکو د عایداتو په لوړولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې هم مرسته کړې ده.
د پرانیستې په مراسمو کې د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن د کرنې په پراختیا کې د اوبو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اوبولګولو د بنسټیزو پروژو پلي کول د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو ځمکو د ښې استفادې او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د کانال پر دوامدارې ساتنې او پالنې ټینګار وکړ او له سیمهییزو اوسېدونکو او بزګرانو یې وغوښتل، چې د دغې مهمې ټولګټې پروژې په ساتنه، پاکوالي او اغېزمنې استفادې کې فعاله ونډه واخلي، څو د اوږدې مودې لپاره ترې ګټه پورته شي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د دغه کانال پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د کرنې ریاست، د خوړو نړۍوال پروګرام او پلي کوونکې مؤسسې له همکاریو یې مننه وکړه. هغوی ژمنه وکړه، چې د کانال په ساتنه او پالنه کې به خپله ونډه ترسره کوي او له اوبو څخه به په مسؤلانه او اغېزمن ډول ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې نورستان د هېواد له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې د کرنیزو ځمکو او بڼونو د خړوبولو لپاره د اوبولګولو د مناسبو او بنسټیزو سیستمونو پراختیا په کې ځانګړی اهمیت لري. د دا ډول کانالونو جوړول او بیارغول د اوبو د ضایعاتو په مخنیوي، کرنیزو ځمکو ته د اوبو په منظم رسولو، د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې اغېزمن رول لري.
بهرهبرداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان
۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادیالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریههای پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه انسیآراو (NCRO) و هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان ساخته شده است، تکمیل و طی مراسمی به بهرهبرداری سپرده شد.
در مراسم افتتاح این کانال قاری زینالعابدین عابد والی نورستان، مولوی محمدولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، رؤسای ریاستهای معارف و اقتصاد، نمایندگان مؤسسه تطبیقکننده، بزرگان محلی و شماری از باشندگان منطقه اشتراک داشتند.
این کانال که از قریه پرونز آغاز شده و تا قریه دیوی امتداد دارد، ۷۷۰۰ متر طول و حدود ۱.۲۰ متر عرض دارد. کار ساخت این پروژه در سال ۲۰۲۳ میلادی آغاز شده بود که در سال ۲۰۲۶ میلادی تکمیل و رسماً به بهرهبرداری سپرده شد.
بر اساس معلومات انجینران تخنیکی مؤسسه تطبیقکننده، با ساخت این کانال حدود ۳۵۰۰ جریب زمین زراعتی و باغها تحت پوشش آبیاری قرار میگیرد. این پروژه در افزایش حاصلات زراعتی، توسعه باغها، مدیریت مؤثر منابع آبی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نقش مهمی خواهد داشت.
همچنان در جریان تطبیق این پروژه برای صدها تن از باشندگان محل و دهقانان زمینه کار فراهم شده بود که از این طریق در افزایش درآمد مردم منطقه و کاهش مشکلات اقتصادی آنان نیز کمک صورت گرفته است.
در مراسم افتتاح این پروژه مولوی محمدولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری نورستان درباره اهمیت آب در انکشاف زراعت صحبت کرد و گفت که تطبیق پروژههای زیربنایی آبیاری در افزایش حاصلات زراعتی، استفاده بهتر از زمینهای زراعتی و تقویت اقتصادی دهقانان اهمیت ویژه دارد.
وی بر نگهداری و مراقبت دوامدار این کانال تأکید کرد و از باشندگان محل و دهقانان خواست تا در حفاظت، پاککاری و استفاده مؤثر از این پروژه عامالمنفعه سهم فعال بگیرند تا در درازمدت از آن بهرهمند شوند.
در همین حال باشندگان منطقه از ساخت این کانال ابراز خرسندی کرده و از همکاری ریاست زراعت، برنامه جهانی غذا و مؤسسه تطبیقکننده قدردانی نمودند. آنان تعهد کردند که در نگهداری و مراقبت از کانال سهم گرفته و از آب بهگونه مسئولانه و مؤثر استفاده خواهند کرد.
گفتنی است که نورستان از ولایتهای کوهستانی کشور است که توسعه سیستمهای مناسب و زیربنایی آبیاری در آن برای آبیاری زمینهای زراعتی و باغها اهمیت ویژه دارد. ساخت و بازسازی چنین کانالهایی در جلوگیری از ضایعشدن آب، انتقال منظم آب به زمینهای زراعتی، افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای روستایی نقش مؤثر دارد.
