نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار ننداریزې کروندې جوړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۱۳
نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار ننداریزې کروندې جوړې شوې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د بزګرانو د ظرفیت لوړونې او د اصلاح شوو تخمونو او عصري کرنیزو طریقو د ترویج په موخه، د مرکز پارون اړوند په ډیوي او اشټیوي کلیو کې د غنمو، لوبیا او سویابینو شپږ ننداریزې کروندې جوړې شوې.
دغه ننداریزې کروندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او تخنیکي لګښت دکرني اوبولګولو او مالداری رياست سره په همغږی جوړ شوي دي.
د یادو ننداریزو کروندو اساسي موخه بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، معیاري کرنیزو لارو چارو، د حاصلاتو د لوړولو لارو چارو او د نباتاتو د ښه مدیریت عملي ښودنه ده، ترڅو بزګران وکولای شي د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ څخه په استفادې خپل تولیدات زیات او اقتصادي وضعیت ښه کړي.
په دغو ننداریزو کروندو کې د غنمو، لوبیا او سویابینو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي او بزګرانو ته د کرنې له پيل څخه تر حاصلاتو راټولولو پورې لازمې تخنیکي مشورې او عملي لارښوونې ورکول کېږي. همدارنګه د یادو کروندو له لارې بزګرانو ته د مناسب تخم انتخاب، د کرنې معیاري واټن، د اوبو منظم مدیریت، د سرو استعمال او د نباتاتو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي طریقې ورښودل کېږي.
د نورستان د کرنې ریاست مسؤلینو ویلي، چې دا ډول ننداریزې کروندې د بزګرانو د پوهاوي په لوړولو او د عصري کرنې په دودولو کې مهم رول لري او تمه کېږي، چې په راتلونکې کې به د سیمې د کرنیزو محصولاتو په کیفیت او کمیت کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.
د سیمې بزګرانو هم د یاد پروګرام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د عملي زده کړو او اصلاح شوو تخمونو کارول به د دوی په حاصلاتو او عوایدو مثبت اغېز ولري.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنیزو پرمختیايي پروګرامونو د پراختیا لپاره به هڅې دوام ولري، ترڅو بزګرانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي.


در نورستان برای ترویج زراعت عصری، قطعات نمایشی زراعتی ایجاد شد
۳۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان به هدف افزایش حاصلات زراعتی، بلند بردن ظرفیت دهاقین و ترویج تخم‌های اصلاح‌شده و روش‌های عصری زراعت، شش قطعه نمایشی گندم، لوبیا و سویابین را در قریه‌های دیوی و اشتیوی مربوط مرکز پارون ایجاد کرده است.
این قطعات نمایشی با حمایت مالی و تخنیکی سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد و در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان ایجاد گردیده است.
هدف اساسی از ایجاد این قطعات نمایشی، آشنایی عملی دهاقین با تخم‌های اصلاح‌شده، روش‌های معیاری زراعت، راه‌های افزایش حاصلات و مدیریت بهتر نباتات می‌باشد تا دهاقین بتوانند با استفاده از تکنالوژی‌های جدید زراعتی، تولیدات خود را افزایش داده و وضعیت اقتصادی‌شان را بهبود بخشند.
در این قطعات نمایشی، تخم‌های اصلاح‌شده گندم، لوبیا و سویابین کشت شده و برای دهاقین از آغاز کشت تا زمان جمع‌آوری حاصلات، مشوره‌های تخنیکی و آموزش‌های عملی ارائه می‌شود. همچنان از طریق این برنامه، روش‌های انتخاب تخم مناسب، رعایت فاصله معیاری کشت، مدیریت منظم آب، استفاده درست از کود و شیوه‌های جلوگیری از امراض و آفات نباتی به دهاقین آموزش داده می‌شود.
مسئولان ریاست زراعت نورستان می‌گویند که ایجاد چنین قطعات نمایشی در بلند بردن سطح آگاهی دهاقین و ترویج زراعت عصری نقش مهم داشته و انتظار می‌رود که در آینده سبب افزایش قابل توجه کیفیت و کمیت محصولات زراعتی در منطقه گردد.
دهاقین محل نیز از این برنامه استقبال کرده و گفته‌اند که آموزش‌های عملی و استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده تأثیر مثبت بر حاصلات و عواید آنان خواهد داشت.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان تأکید کرده است که تلاش‌ها برای گسترش برنامه‌های انکشافی زراعتی ادامه خواهد یافت تا سهولت‌های بیشتر برای دهاقین فراهم شده و مصونیت غذایی تقویت گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۷
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه د څاڅکي اوبولګولو له لارې خړوبېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د کرنیزو چارو عمومي مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

بازگشت