ننګرهار کې ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۲۷
ننګرهار کې ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت ۸۲۵ بېوزله مېرمنو ته د ځان بساينې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کرنې او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې کاري زمينې برابرې شوي دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د کورنیو باغچو او شنوخونو د جوړولو او د غه راز د سبو او مېوو وچوونکو دستګاوو او د مالدارۍ محصولاتو د پروسس توکو د وېش له لارې برابرې شوي دي.
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې پر یادو مېرمنو د کورنیو باغچو او شنوخونو د جوړولو اړوند توکي، د سبو تخمونه، د مالدارۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ توکي وېشل شوي دي او ترڅنګ یې یوشمېر مېرمنو ته د روب، اچار او مرباو جوړولو مرکزونه جوړ او دوی ته د یادو توکو د جوړولو لارې چارې هم ښودل شوي او دغه راز دوی ته د ځمکنې توتانو ننداریزې کروندې هم جوړې شوي دي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د کرکېلي او د کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابرې شوي دي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یاد ریاست له خوا د اچین او دوربابا په ولسوالیو کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د سبو او مېوو لمریز وچوونکي دستګاوې او د سبو او مېوو د پروسس اړینې توکي ورکړل شوي دي او ترڅنګ یې یادې مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوې هم دي.
دغه راز د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2)  له لارې د ننګرهار په لسو ولسوالیو «بهسود، کوز کونړ، سرخرود، کامه، رودات، مومندره، خوګیاڼي، ګوشته، لعلپوره او دره نور» کې پر ۳۰۰ مېرمنو د سبو له ډلې «بېنډۍ، فاصلیې او رومي بانجانو» تخمونه وېشل شوي دي، ۱۵۰ بېوزله مېرمنو ته د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس توکي ورکړل شوي دي، اووه مېرمنو ته شنې خونې او شپږو مېرمنو ته د ځمکني توتانو ننداریزې کروندې جوړ شوي دي.
ددې ترڅنګ د کرنې وزارت د اقلیمي بدلونونو له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو پروژې  (CDRRP) له خوا ۴۰ مېرمنو ته لویې او وړې شنې خونې او دوه نرسریانې جوړ شوي دي او ترڅنګ یې ۵۰ مېرمنو ته د روب، اچار، مربا او کیچپ جوړولو مرکزونه جوړل او پر ۱۷۰ مېرمنو د شېدې ټولولو کڅوړې وېشل شوي دي.
مېرمنو ته په کرنه کې د کاري فرصتونو برابرول جندر ته د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمنتیا، بېوزلي سره مبارزه او د مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې رئیس مولوي محمدزمان عمري، د سرحدونو وزارت مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي او د خوست د کرنې رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په بهسود، سره رود، ګوشتې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نورستان کې د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوي

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په انګړ کې د بادرنګو، کچالو، مټر، سره ملۍ، پالک او یوشمېر نورو. . .

بازگشت