ننګرهار کې ۷۹۰ بزګرانو سره دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۹:۳۷
ننګرهار کې ۷۹۰ بزګرانو سره دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي  

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ننګرهار په ۲ ولسوالیو کې ۷۹۰  تنو بزګرانو سره د اصلاح شوی غنمو او کیمیاوی سرو مرستو سروي پیل  شوه .
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د د بشري خیریه مؤسسي په همکارۍ په ۲ ولسوالیو  لعلپوري او مومندرې کې ۷۹۰  بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوی سرو د مرستو په پار سروي روانه ده  . 
ددې مرستې په ترڅ کې، هر بزګرته دغنمو  ۲۵ کیلو اصلاح شوي تخم،  ۲۵  کیلو توره،  ۵۰ کیلو یوریا سره او کرنیز وسایل  ورکول کېږي.
 بشري خیریه مؤسسه د غنمو د اصلاح شوي تخمونو ترڅنګ د کانالونو پاکولو،  بیارغونې او بزګرانو ته د کورنیو باغچو جوړول،  کرنیز وسایلو  او د نغدو پیسو د ورکړي پروژې هم پلي کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت