ننګرهار کې ۲۹۰ سره څاروي د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۰
ننګرهار کې ۲۹۰ سره څاروي د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د زکات امریت کارکوونکو له لورې په کوزکونړ، بهسود او کوټ ولسوالیو کې ۲۹۰ سره مېږي او وزې راټولې او د یوې رڼې بولۍ له لارې وپلورل شول او پیسې یې د امارت په خزانه کې راټول شو.
د زکات امر مولوي محمد قاسم حماسي وویل د دوی مسولینو له لورې په هسکه مېنه، رودات او پچیراګام ولسوالیو کې د زکات راټولولو او حسابۍ لړۍ جریان لري؛ او په نږدې راتلونکي کې به د دوی راټول شوي څاروي هم د شفافي بولۍ له لورې وپلورل شي او پیسې به یې د امارت خزانې ته راټول شي.
ښاغلي حماسي د ولسوالیو ولسوالانو، مرستیالانو او د زکات مدیرانو سره په ناسته کې د زکات راټولولو، ولسونو سره د غوره چلند، عامه پوهاوي او ګڼو نورو برخو کې د روڼتیا او صله رحمي سپارښتنې وکړې.
همدارنګه زکات امریت کارکوونکو د معلوماتو په اساس کوچي مالدارانو د دوی څخه د څارویو د پاللو، واکسینونو،  چنجیو ضد درملو، حیوانې خوراکې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې کړې؛ چې د مسؤلینو له لورې ورته د مرستي ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت