ننګرهار کې ۲۸ وترنر ډاکتران وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۵۷
ننګرهار کې ۲۸ وترنر ډاکتران وروزل شول

١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو امریت له لورې د وترنري څخه فارغو ۲۸ تنو زده کړیالانو ته عملي روزنه د متخصصو داکترانو لخوا ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل ددې ادارې د متخصصینو له لورې د څارویو روغتیا کلنیک کې ۲۸ تنو فارغو وترنر زده کړیالانو ته د دوه میاشتو په موده کې عملي او نظري روزنه ورکړه.
محمد زیاته کړه یادو زده کړیالانو ته د درملنې، وقایې، ناروغیو، واکسینونو ښه تطبیق او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار دکرنې رییس زده کړیالانو ته وویل، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنې او مالدارۍ په برخو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړو لپاره  دروازې خلاصې دي.
دغه راز د یادو زده کړیالان د لاهڅونې په موخه دوی ته ستاینلیکونه هم ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت