ننګرهار کې یوشمېر کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۹:۴۱
ننګرهار کې یوشمېر کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروژې له لورې د ۵ کاروباریانو ۱۹ تنو غړو ته روزنه ورکړل شوه.
د  ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن کاروباریانو ته ددې روزنې پر ارزښت، فرصتونو،  اصولو او د کرنې ادارې تر چتر لاندې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ .
 د ننګرهار دکرنې رییس کاروباریانو ته په راکړه او ورکړه کې د انصاف، اصولو، قانون مطابق تولیداتو، کاري فرصتونو برابرولو او ګنو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وکړې.
دغه راز په دې پروګرام کې ګډونولو ته د مالکیت لرونکو کاربارونو د مالی مدیریت د ظرفیت لوړولو، مالي خطراتو څخه د مخنیوي لارې چارې، مالي سرچینو څخه مناسبه او اړینه استفاده کول او په کاروبار کې د پورونو د ورکړې خطرونه او د ښه مدیریت په وجهه له دغو خطرونو څخه ځان ساتنې په هکله معلومات وړاندې شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت