ننګرهار کې کوچیانو ته د کرونا ویروس په هکله د عامه پوهاوی لړۍ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳۱ - ۱۸:۰
ننګرهار کې کوچیانو ته د کرونا ویروس په هکله د عامه پوهاوی لړۍ پیل شو


۳۱ وری ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د کلپ-کوچي پروژې له خوا کوچیانو ته د کرونا ویروس یا کویډ-۱۹ ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوی لړۍ پیل شوې ده.
د کرنې وزارت د کلپ-کوچي پروژه، چې د مالدارۍ د پراختیا ترڅنګ د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو ناروغیو «زونوس» پر وړاندې د عامه پوهاوی په برخه کې هم کوچیانو مالدارانو ته چوپړونه وړاندې کوي، د مګړۍ کوچیانو ته د کویډ-۱۹ ناروغي په هکله د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړی دی.
د عامه پوهاوی ترڅنګ به د کوچیانو ترمنځ د دودولو په پار به پر کوچیانو ماسکونه، دستکشې او څلور زره صابونونه هم ووېشل شي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ترې ګټه پورته کړي.
ددې ترڅنګ د کوچیانو ۳۵۰ کورنیو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته هم کیږي، هرې کورنۍ ته د څارویو ۵۰ کیلو ګرام خوراکي توکي ورکول کیږي، ترڅو د قرنطین په سختو شرایطو کې خپل څاروي پرې تغذیه کړي او له محصولاتو څخه یې ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت