ننګرهار کې څه باندې ۶۰۰ مالدارانو ته د شړومبو او پنیر جوړولو ماشینونه ورکړل شول 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۵۱
ننګرهار کې څه باندې ۶۰۰ مالدارانو ته د شړومبو او پنیر جوړولو ماشینونه ورکړل شول 

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړیوالې اداري په مالې  ملاتړ د ننګرهار په دیارلس ولسوالیو کې د شړومبو او پنیر جوړولو ماشینونه ووېشل شول.
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د هالنډ کمیټې له لوري د ننګرهار په دیارلس ولسوالیو کې ۳۵۰ پایې  د شړومبو، ۱۸۳ پایې د پنیر جوړولو ماشینونه او ۷۳ د قروتو بکسي  پر مالدارانو ووېشل شوې.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د شېدو د پروسس د ماشینونو د وېش موخه د نوي ټکنالوجۍ ترویج،  د شېدو پاکوالي ښه مراعتول، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د باکیفیته حیواني محصولاتو په موخه ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت