ننګرهار کې څه باندې ۲۱۰۰ کسانو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۳:۳۰
ننګرهار کې څه باندې ۲۱۰۰ کسانو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه برابره شوه

٢۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت په چپرهار او اچین ولسوالېو کې ۲ زره او ۱۴۰ تنو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اکشن ایډ مؤسسي په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ په چپرهار ولسوالۍ  کې ۱۲۴۰ تنو او په اچین ولسوالۍ کې ۹۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل په یادو لسوالیو کې ۲ زره او۱۴۰ تنه کارکوونکي په خپلو ولسوالیو کې د کاریزونو پاکولو، چیک ډیمونو، تراسونو او واټر شیټونو جوړولو کې کار کوي؛ چې هر کار کوونکې ته به د ورځې ۵ ډالره ورځني مزد ورکول کېږي.
 د ننګرهار دکرنې رییس په خبره ددې کار څخه یې موخه د باراني اوبو زېرمه کول، د کاریزونو تانده کول او خلکو ته د کار زمیني برابرول دي.
د اکشن ایډ مؤسسه ددې پروژو پلې کولو سربېره د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د اصلاح شويو تخمونو، حیوانې خوراکې او چرګانو واړه فارمونو جوړولو په برخه کې دبېوزله بزګرانو لاسنیوی کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت