ننګرهار کې څه باندې ۱۳ زره کاریګرو ته د کار په بدل کې دنغدو پیسو وېش پیل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۲۰
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداري په مالي لګښت او د اکشن آیډ په تخنیکي همکارۍ ۱۳ زره او ۴۶۶ تنو کاریګرو ته دکار په بدل کې نغدو پیسو وېش پیل شو.


۱۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداري په مالي لګښت او د اکشن آیډ په تخنیکي همکارۍ ۱۳ زره او ۴۶۶ تنو کاریګرو ته دکار په بدل کې نغدو پیسو وېش پیل شو.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وویل د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې ۱۳ زره کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ویش لړۍ پیل شوه؛ چې هر کاریګر ته ۶۸۵۰ افغانۍ د ۲۰ کاري ورځو  مزد ورکړل شو.
نوموړي وویل د یادو کاریګرو په مرسته ننګرهار کې لسګونه  چیک ډیمونه، واټر شیټونه جوړ او سلګونه کاریزونه، کانالونه او ویالې پاکې کړیدي.
د کرنې رئیس وویل ددې کار څخه یې موخه بزګرانو ته د اوبخور په برخه کې اسانتیا رامنځته کول او خلکو ته کاري بوختیاوي رامنځته کول دي.
 دغه راز د همکارو پروژو او مؤسسو په مرسته په راتلونکی کې زرکونو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت