ننګرهار کې څارویو ته د طاعون واکسین او چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شو
۱۰ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) او (کلپ-کوچي) پروژې د « RPSF1 » برنامې په همکارۍ ددې ولایت وړو شخوند وهونکو څارویو لپاره د طاعون «PPR» واکسین او لویو هغو ته د چنجیو ضد درملو د وېش کمپاین پیل کړی دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چاروکو په خبره ددې کمپاین په ترڅ کې ۳۵ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون «PPR» واکسین ورکول کېږي او ترڅنګ یې ۳۱ زره او ۲۰۰ لویو شخوند وهونګو څارویو ته دداخلي پرازیتونو ضد درمل وېشل کېږي.
یاد کمپاین د بهسودو له ولسوالۍ څخه پیل شوی دی.
د ننګرهارد کرنې ریاست دڅارویو روغتیا او مالدارۍ امر ډاکټر ضمیر بهسودي وایې په ننګرهار کې د حیواناتو د طاعون او داخلي پرازیتونو مخنیوې په موخه یې کمپاین پیل کړې ، چې د ٦٦ زره په شاوخواکې لوې او واړه څاروي ته به د چنجیو ضد درمل او د طاعون واکسینونه تطبیق شي.
بهسودي وویل د کمپاین دا لړۍ به د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو لعلپوره، مومندره، غني خېل، بټي کوټ، کوټ، رودات،سرخرود، بهسود، کوزکونړ، کامه اوګوشته کې هم ژر پیل شي.