ننګرهار کې په ۱۰میلیونه افغانیو پنځه چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۱۴
ننګرهار کې په ۱۰میلیونه افغانیو پنځه چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول

۱۱ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست له لورې پیل شویو ۱۶ چکډېمونو له ډلې دره نور، بهسود، دوربابا، کوزکونړ او غني خېلولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي، پنځه چکډېمونه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ چکډمونه جوړېږي، چې له دې ډلې د ۱۶ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې پنځه هغه یې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل ننګرهار کې د جوړشویو چکډیمونو په مرسته سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه هم خوندي شوي دي.
نوموړي وویل په یادو چکډیمونو کې ۲۰۰ هېوادالو ته د یوې میاشتې لپاره  د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار په جوړو شویو چکډیمونو کې په کافي اندازه اوبه ذخیره شوي؛ چې پدې سره به د ځمکي لاندې اوبو سطحه لوړه، کاریزونه او چیني به تاندي شي.
باید وویل شي، چې د پاتې چکډیمونو چارې به هم ژر بشپړ او ګټې اخیستني ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت