ننګرهار کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۹:۲۳
ننګرهار کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۸ کب ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د کوز کونړ او کامې ولسوالۍ پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې په‌همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، محافظتي جامې، د ښاخبری وړه او غټه قیچې، د ښاخبری اره، عینکې، دستکشې، موزې او ماسک شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.

ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.

د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.

له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت