ننګرهار کې پر څه باندې ۱۳ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۷:۳۷
ننګرهار کې پر څه باندې ۱۳ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو


۱۹لړم ۱۳۹۹
 دننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د ننګرهار ولایت دمرکز په ګډون دیاد ولايت په ٢٢ ولسوالیو  پر ١٣زره او ۹۰ بزګرانو د غنمو ٦٥٢ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې د چتر لاندې سيمو د غنمو په حاصلاتو کې به د پام وړ زیاتوالي راشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس  انعام الله صافی وایي، چې په دې لړۍ کې پر ١٣زره او ۹۰  بزګرانو د غنمو ۶۲۵ مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه چې، هر یوه بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې ددې ولایت په ٢٦زره او ۸۰ جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
سږکال دهېواد په کچه پر ۲۸۰ زره بزګرانو دغنمو ۱۴ زره اصلاح شوي تخمونه وېشل کيږي.
ويل کيږي، چې اصلاح شويو تخمونو وېش، د ترچتر لاندې سيمو دغنمو حاصلات له ۲۰تر۳۰سلنه زياتوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت