ننګرهار کې پر څه باندې ۱۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۱:۳
ننګرهار کې پر څه باندې ۱۰ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي


۱۲ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ننګرهار په ۱۰ ولسوالیو کې ۱۰ زره  او ۲۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شویو غنمو او کیمیاوی سرو مرستو لړۍ پیل شو .
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رببس مولوي عبدالستار محمد وویل؛ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداري په مالي ملاتړ او د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دننګرهار  په ۱۰ ولسوالیو «بهسود، سره رود، هسکه مېنه، ګوشته، دره نور، اچین،  مومندره، لعلپوره، نازیان او پچیراګام»  کې ۱۰ زره او ۲۰۰  بزګرانو سره د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوی سرو د مرستو په پار  په ځینو ولسوالیو کې سروي روانه ده . 
ددې مرستې په لړ کې،  هر بزګرته دغنمو  ۵۰ کیلو اصلاح شوي تخم،  ۵۰ کیلو توره او ۵۰ کیلو یوریا سره ورکول کېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې تېرکال د یادې اداري له لورې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ۲۷ زره او ۸۵۰ تنو بزګرانو سره  دغنمو اصلا شويو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې وه،  ترڅو  بزګران پر ځان بسیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب رامنځته کول او په ټوله کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت