ننګرهار کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ کڅوړې ووېشل شوی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۴۱
ننګرهار کې پر لسګونو بڼوالو د بڼوالۍ کڅوړې ووېشل شوی

١۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژي له لورې د ننګرهار په خوږیانو، سرخ رود، کوټ، چپرهار، اچین، رودات، مومندره، لعلپوره، دره نور او شېرزادو ولسوالېو کې پر ۱۷۹ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده کڅوړې وېشل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل دکرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژې له لورې ۱۷۹ بڼوالو ته په لسو ولسوالیو کې د بڼوالۍ بستي وویشل شوې.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره په هره کڅوړه کې د درمل شیندلو پمپ، قیچي، اره،۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره شامل دي.
سږکال د کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژي د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې ۳۰۰ جریبه بڼوالې ترسره کړې ده،  چې ۲۵۰ جریبه یې عادي او ۵۰ جریبه یې متراکم بڼونه دي .
د یادو کڅوړو د وېش موخه په ننګرهار کې د بڼوالۍ ترویج او په ټوله کې د بڼوالو لاسنیوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت